باجوړ کې د پاکستاني پوځ پر مېنا کمپ وسله‌ وال برید کې ۱۵ پوځيان وژل شوي

خبرونه نړۍ نړېوال خبرونه

د مستعمرې پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په مېنا سیمه کې د پاکستاني پوځ پر یوه پوځي کمپ وسله‌ وال برید شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

 

د پوځي سرچینو او راپورونو له مخې، برید لومړی د یوې درانه ځانمرګي برید له په ترسره کېدو پیل شوی او وروسته وسله‌ والو هڅه کړې چې د ویجاړ شوي دېوال له لارې کمپ ته ننوځي.

 

راپورونه زیاتوي، چې پاکستاني ځواکونو د لاسي بمونو او د دامنګي له څارونکې پوستې د ډزو په وسیله د وسله‌ والو د پرمختګ مخه نیولې او برید یې شنډ کړی دی.

 

د پاکستاني چارواکو په وینا، اوسمهال په سیمه کې د کمپ د پاکولو عملیات روان دي او د ټپیانو او وژل شویو پوځيانو د لېږد بهیر دوام لري.

 

خو تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

 

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: