پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د څو سیاسي ګوندونو له لوري جوړ شوی دا ګډ اپوزیسیون د پاکستان د اساسي قانون د بیا احیا او ساتنې په موخه رامنځته شوی دی.
دغه ائتلاف نن (سې شنبه) اعلان کړی چې له پارلمان څخه تر سترې محکمې پورې به لاریون ترسره کړي.
اپوزیسیون د اساسي قانون د ۲۷م تعدیل پر ضد یو ځای شوی دی، هغه تعدیل چې پوځ ته لا ډېر واک او نفوذ ورکوي.
بل لور ته ویل شوي، چې د همدې ۲۷م تعدیل د مخالفت په غبرګون کې څلور لوړپوړي قاضیان خپلې دندې پرېږدي.
Total Views:
0
