د آمریکا متحده آیالاتو او هندوستان تر منځ نوی دفاعی همکاریو تړون لاسلیک

د آمريکا متحده آيالاتو او هندوستان تر منځ نوي دفاعي همکاريو تړون لاسليک

خبرونه

د امريکا متحده ايالاتو او هند د دفاع وزيرانو، پېټ هيګسټ او راج نات سينګ، د لسو کلونو لپاره د دفاعي همکارۍ نوي تړون لاسليک کړي دي.
دغه تړون د دواړو هېوادونو د دفاعي اړيکو د پياوړتيا او سيمه‌ييز ثبات د خونديتوب لپاره يو مهم بنسټ بلل کېږي.
د تړون له مخې، واشنګټن او نوي‌ ډېلي به په ګډو عملياتو، د استخباراتي معلوماتو شريکولو، پوځي ټکنالوژۍ، او دفاعي توليدي همکارۍ برخو کې خپلې اړيکې نوره هم پراخې کړي.
پېټ هيګسټ د تړون له لاسليک وروسته ويلي، دا موافقه د دواړو هېوادونو د دفاعي اړيکو د پياوړتيا لپاره يو بنسټيز ګام دي او د ګډو ګواښونو پر وړاندې به همکاري نوره هم ډېره کړي.
د هند دفاع وزير راج نات سينګ هم ويلي، چې دواړو هېوادونو د دفاعي همکارۍ د لا ژوروالي لارې چارې څېړلې دي.
د هغه په وينا، دا تړون به د عملياتو، استخباراتو، لوژستيک او دفاعي توليد په برخو کې د هند او امريکا اړيکې پياوړې کړي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: