عباس عراقچي د عاصم منیر او اسحاق ډار سره د سیمې پر وضعیت او اوربند خبري کړي

خبرونه نړېوال خبرونه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر او د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمې پر وضعیت، اوربند او د اسلام‌اباد د ډیپلوماټیکو هڅو په اړه خبرې کړې دي.

 

اسحاق ډار ویلي، له ایراني سیال سره یې د امنیتي حالاتو، د اوربند د دوام او د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو پر هڅو بحث کړی.

 

عراقچي د پاکستان رول ستایلی او دواړو لورو د اړیکو د دوام او همغږۍ هوکړه کړې ده.

 

 

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: