د اسلام‌ آباد محکمې د خیبرپښتونخوا د وزیر اعلی د نیولو امر صادر کړ

خبرونه دا هم ولولئ نړۍ نړېوال خبرونه

د اسلام‌ آباد یوې محکمې د خیبرپښتونخوا د وزیر اعلی سهیل اپریدي د نیولو او محکمې ته د کش کولو امر صادر کړی دی.د محکمې د معلوماتو له مخې، سهیل اپریدي د پاکستان پر دولتي ادارو د ناسمو کړنو او تېروتنو تورونه لګولي، چې له امله یې د قانون له مخې د محاکمې وړ ګرځول شوی دی. محکمې ویلي، سره له دې چې نوموړي ته د حاضرېدو بلنه ورکړل شوې وه، خو هغه محکمې ته نه دی ورغلی.تر اوسه د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت د یادې قضیې په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.محکمې د راتلونکې د فبرورۍ ۱۰مه د سهیل اپریدي د حاضرېدو لپاره ټاکلې ده او خبرداری یې ورکړی، چې د نه حاضرېدو په صورت کې به قانوني اقدامات نور هم سخت شي

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: