شوکت میرضیایف: افغانستان د مرکزي اسیا د امنیتي او اقتصادي راتلونکې لپاره بنسټیز اهمیت لري

خبرونه

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په یوې تحلیلي لیکنه کې څرګنده کړې چې افغانستان د مرکزي آسیا د امنیتي او اقتصادي راتلونکي لپاره بنسټیز اهمیت لري او د دغه هېواد حالت د ټولې سیمې په ثبات مستقیم اغېز کوي.

میرضیایف ویلي، د سیمې هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې افغانستان باید له نړیوالو او سیمه‌ییزو همکاریزو پروسو سره په پرله‌پسې توګه نښلول شوی پاتې شي.

په مقاله کې د ټرانس‌ افغان پروژې ارزښت، افغانستان ته د انرژۍ لېږد، افغان ځوانانو ته د زده‌کړو پروګرامونه، د بشري مرستو دوام، د اوبو مدیریت او د دې برخې په وېش کې د افغانستان رول د مهمو ټکو په توګه یاد شوي دي.

ولسمشر میرضیایف په پای کې ټینګار کړی چې افغانستان باید د سولې، ثبات، اقتصادي پرمختګ او سیمه‌ییز اتصال په ګډه فضا کې یو فعاله او مثبت رول ولوبوي.

Total Views: 1
له نورو سره یې شریک کړئ: