د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي چې سیاسي فشارونه هغه وخت اغېز لرلای شي، کله چې افغانستان بدیلې سوداګریزې لارې ونه لري.
هغه زیاته کړې چې که څه هم له پاکستان سره د سوداګرۍ کمېدل ښايي پر ملي اقتصاد منفي اغېز ولري، خو دغه ګام د خلکو د ملاتړ لپاره او د هېواد د اقتصادي ګټو د خوندیتوب په هدف پورته شوی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، افغانستان د اسیا په زړه کې داسې جغرافیایي موقعیت لري چې له پاکستان څخه د سوداګریزې تکیې د راکمولو لپاره پوره بدیلونه برابروي.
د بدیلو لارو په توګه د ایران د چابهار بندر، د چین واخان دهلېز، د منځنۍ اسیا هېوادونه، هوایي دهلېزونه او د سیمې رېل پټلۍ یادې شوې دي.
Total Views:
0
