ميرضيايف: افغانستان بايد د اقليم، چاپيريال، کرنې او اوبو برخي په سيمه ييزو هڅو کې شامل شي

خبرونه کورني خبرونه ګټور خبرونه نړېوال خبرونه

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي چې د ارال حوزې د اوبو د عادلانه وېش لپاره باید داسې حقوقي چوکاټ جوړ شي چې د افغانستان په ګډون د ټولو هېوادونو حقونه او مسوولیتونه پکې شامل وي.

 

نوموړي د ارال د ژغورنې نړیوال صندوق د مشرانو په غونډه کې ویلي چې تر ۲۰۴۰ کال پورې د اوبو کچه ښايي کمه شي، چې دا به د څښاک اوبو، کرنې او چاپېریال لپاره جدي ستونزې رامنځته کړي.

 

هغه همدارنګه ټینګار کړی چې افغانستان باید د سیمه‌ ییزو هڅو برخه وګرځي او په دغه هېواد کې د اوبو او ځمکو اړوند پروژې پلي شي.

 

میرضیایف همدارنګه د افغانستان پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې باید له کابل سره رغنده همکاري پیاوړې شي او افغانستان د اقلیم، چاپېریال، کرنې او اوبو په برخه کې په سیمه‌ ییزو هڅو کې شامل شي.

 

نوموړي له نړیوالو تمویل کوونکو هم غوښتي چې په افغانستان کې د سیند غاړو د ساتنې او د ځمکو د سمون پروژو لپاره مالي ملاتړ زیات کړي.

 

 

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: