د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د ملي استخباراتو مشر به روانه اونۍ اسلاماباد ته ولاړ شي.
د اردوغان په وینا، د دې پلاوي سفر د دې لپاره دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دایمي سوله او تفاهم رامنځ ته شي.
اردوغان دا څرګندونې د باکو له سفر وروسته کړې، چیرته چې له پاکستاني لومړي وزیر شهباز شریف سره یې هم لیدنه او خبرې کړې دي.
تر دې دمه افغان او د پاکستان لوریو د انقرې د پلاوي د سفر په اړه رسمي څرګندونې ندې کړې.
Total Views:
0
