داخله وزارت: نشه یي مواد له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېږي

خبرونه

د کورنيو چارو وزارت وايي، سره له دې چې په هېواد کې د نشه‌ يي موادو کر، توليد او قاچاق صفر ته رسېدلی، خو صنعتي نشه‌ يي مواد اوس هم له ګاونډيو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان څخه، افغانستان ته واردېږي.

د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع دا خبري په هغه مراسمو کې وکړې چې له مخې یې شاوخوا ۱۸۰ زره کيلوګرامه نشه‌ يي مواد د کابل په ده‌ سبز ولسوالۍ کې وسوځول شول.

قانع وويل، شواهد ښيي چې د سيمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان څخه، د نويو ډولونو صنعتي نشه‌ يي موادو د واردېدو هڅې روانې دي.

سره له دې چې د امنيتي ځواکونو په هڅو د نشه‌ يي موادو کر او توليد ډېر راکم شوی، خو ځينې مسلکي قاچاق‌ بران لا هم فعاله دي.

Total Views: 1
له نورو سره یې شریک کړئ: