عاصم منیر د ټول عمر لپاره مارشال کېږي

بې کټګورۍ

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې ملي اسامبلې ته د اساسي قانون د ۲۷م تعدیل یوه مسوده وړاندې شوې.

د دې مسودې له مخې به په پاکستان کې د پوځ فیلډ مارشال د ټول عمر لپاره مارشال پاتې کېږي او ځانګړي امتیازات به ترلاسه کوي.

یاده مسوده چې تېره ورځ د سنا جرګې غونډې ته وړاندې شوه او لا تر اوسه وروستۍ شوې نه ده، د پاکستان په پوځي جوړښت کې پنځه بنسټیز بدلونونه راولي.

په همدې مهال، د پاکستان اپوزسیون او مدني ټولنې پر دې بدلونونو سختې نیوکې کړې دي.

د دوی په وینا، دا تعدیل به په هېواد کې د واک د توازن کاسه نور هم د پوځ په ګټه درنه کړي او ملکي اداره به د پخوا په پرتله لا کمزورې کړي.

دغه چمتو شوی تعدیل تر ډېره هغه وخت مطرح شو، چې د ۲۰۲۵م کال د مۍ میاشتې په جګړه کې د پاکستان او هندوستان د پوځیانو د نښتې وروسته، حکومت د پوځ مشر عاصم منیر ته د فیلډ مارشال رتبه ورکړه.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: