اريانا افغان هوايي شرکت د نوې چارتر الوتکې په ترلاسه کولو خپل خدمات پراخوي

بې کټګورۍ خبرونه کورني خبرونه ګټور خبرونه

د اريانا افغان هوايي شرکت په یو خبرپاڼه کې ويلي چې د دې شرکت يوه نوې مسافر وړونکې (B737-500) چارتر الوتکه د کابل نړيوال هوايي ډګر ته راورسېده.

 

د شرکت په وينا، دا الوتکه د دوی د هوايي چلند د پياوړتيا او د خدماتو د پراختيا په موخه ترلاسه شوې ده.

 

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، يادې الوتکې د ۱۲۶ مسافرو د لېږد ظرفيت لري او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې به د کورنيو ترڅنګ په يو شمېر نړيوالو الوتنو کې هم ترې استفاده وشي.

 

چارواکي وايي، د دې الوتکې په فعالېدو سره به د مسافرو د تګ راتګ اسانتياوې زياتې او د پروازونو منظم والی به ښه شي.

 

د خبرپاڼې له مخې، دا الوتکه د چارتر په بڼه د يو کال لپاره د ايران له اوا کمپنۍ سره د يو تړون له مخې ترلاسه شوې ده.

 

د شرکت مسؤلين ټينګار کوي چې دا ډول همکارۍ کولی شي د هوايي چلند په برخه کې د تخنيکي او خدماتي ظرفيتونو په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: