باخبره سرچينو د نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي چې د امريکا ولسمشر پلان لري شاوخوا ۱۱۰۰ افغان پناه غوښتونکي، چې پکې نږدې ۴۰۰ ماشومان هم شامل دي، له قطره د کانګو ډيموکراتيک جمهوريت ته ولېږدوي.
د راپور له مخې، په دغو کسانو کې د امريکايي پوځ ژباړونکي، پخواني کمانډو ځواکونه او د افغان-امريکايي سرتېرو د کورنيو غړي شامل دي.
دا کسان دا مهال د قطر په السیلیه کمپ کې، چې پخوا د امريکا پوځي اډه وه، ساتل کېږي.
ياد کسان د جمهوری حکومت له سقوط وروسته هلته لېږدول شوي وو او ورسره ژمنه شوې وه چې د دوسيو له بشپړېدو وروسته به امريکا ته انتقال شي.
د افغان ایواک سازمان مشر ويلي چې د افغان پناه غوښتونکو د لېږد پلان د بهرنيو چارو وزارت له لوري ورته شريک شوی دی.
هغه زياته کړې چې دغو کسانو ته دوه انتخابونه ورکړل شوي، يا دې بېرته افغانستان ته ستانه شي، او يا دې کانګو ته ولېږدول شي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې ډېر افغانان به کانګو ته له تلو ډډه وکړي، ځکه دا هېواد له سخت بشري کړکېچ سره مخ دی، او ښايي هغوی مجبوره شي بېرته افغانستان ته ستانه شي.
