د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې له پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ له اوو میاشتو زیات ځنډ موقتي دی او ژر به حل شي.
نوموړي ویلي، د افغانستان د مالونو ټرانزیټ د پاکستان له لارې د هېواد اساسي حق دی او په باور یې اسلام آباد به دا لاره بېرته پرانیزي.
هغه ټینګار کړی، چې افغانستان له ګڼو هېوادونو سره سوداګري لري او اوس هم ډېری ټرانزیټي لارې پرانیستې دي.
عزیزي زیاته کړې، افغانستان له جدي سوداګریزو ستونزو سره نه دی مخ، خو ځینې هېوادونه له کابل سره سلیقوي چلند کوي.
په همدې حال کې، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې ویلي، له پاکستان سره د سوداګرۍ بیا پیل د هېواد د کرنیز سکتور لپاره حیاتي دی.
د یادې خونې چارواکو ټینګار کړی، چې د تورخم او نورو لارو تړل کېدو سوداګرو ته زیان اړولی.
اقتصادي کارپوهان هم وایي، له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا د صادراتو او وارداتو د زیاتېدو لپاره مهمه ده.
