سراج‌ الحق: د کابل او اسلام اباد تاوتریخوالی دواړو هېوادونو او پښتنو ته زیان رسوي

خبرونه نړۍ نړېوال خبرونه

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر، سراج‌ الحق، ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو پښتنو ته زیان رسوي او ټینګار یې کړی چې اختلافات باید د ډیپلوماټیکو او خبرو اترو له لارې حل شي.نوموړي زیاته کړې چې ځینې بهرني هېوادونه د دواړو هېوادونو ترمنځ سوله نه غواړي، خو د سوله‌ ییزو حل‌ لارو په ملاتړ یې ویلي چې هر ډول اختلافات باید د مذاکراتو له لارې هوار شي.سراج‌ الحق همداراز ویلي چې روان تاوتریخوالی د دواړو هېوادونو اقتصاد ته هم زیان رسوي او مخکې یې هم له پاکستاني حکومت او د افغانستان اسلامي امارت څخه غوښتي وو چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې په چین، اورمچي کې د افغان او پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرې روانې دي، او چین ویلي چې په دې مذاکراتو کې پرمختګونه شته.اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري درېدلې او ټولې سوداګریزې لارې تړل شوې دي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: