د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو د چین په منځګړتوب پیل شو

خبرونه کورني خبرونه ګټور خبرونه نړۍ نړېوال خبرونه

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې بیجنګ د تاوتریخوالي کمولو او د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ستونزو د سوله‌ ییز حل لپاره په فعاله توګه د منځګړتوب هڅې کوي. د چین اورمچي ښار د دواړو خواوو د خبرو کوربه دی.د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ وویل چې افغانستان او پاکستان د چین ګاونډیان دي او بیجنګ تل هڅه کړې چې دواړه هېوادونه خپلې شخړې د خبرو اترو له لارې حل کړي. هغې زیاته کړه چې چین به په دې منځګړتوب کې فعاله پاتې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او تاوتریخوالي د کمولو لپاره ګټور رول ولوبوي.د چین په منځګړتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اورمچي ښار کې د خبرو اترو دویم پړاو نن پیل شوی، چې د پرونۍ مقدماتي ناستې وروسته ترسره کېږي. د چارشنبې په ورځ په ناسته کې دواړو خواوو د وروستیو شخړو، دوه اړخیزو غوښتنو او نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: