د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ويلې چې ایران، امریکا او د دواړو لورو متحدان د ټولو سیمو، په ځانګړي ډول لبنان، لپاره پر سمدستي او هراړخیز اوربند سلا شوي چې سمدستي نافذېږي.شهباز شریف د دواړو هېوادونو له مشرانو مننه کړې او له لورو یې غوښتي چې د وروستیو خبرو او د ټولو اختلافاتو د حل لپاره اسلاماباد ته ورشي. د هغه په وینا، دا هوکړه د دواړو لورو د حکمت او ګډ درک پایله ده او هیله یې ښودلې چې د اسلام اباد خبرې به د تلپاتې سولې لامل شي.بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا هوکړه د امریکا بشپړه او مطلقه بریا بللې ده؛ خو د بنیامین نتانیاهو دفتر ټینګار کړی چې اوربند لبنان نه رانغاړي، په داسې حال کې چې د اسراییلو د اپوزیسیون مشر یائیر لاپید، نتانیاهو سیاسي بایلونکی بللی دی.د راپورونو له مخې، ایران او عمان ته به د دغو دوو اوونیو په موده کې اجازه وي چې د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکو بېړیو محصول واخلي.

شريف: امريکا له ايران سره په ټولو جبهو کې اوربند کړی په ځانګړي ډول لبنان کي
Total Views:
0