د غزني ولايت مقام د رسنيو دفتر ويلي، چې نږدې ۶۰ ښوونځي او ديني مدرسې په دغه ولايت کې جوړې او يا هم ترميم شوې دي.
نوموړي دا څرګندونې د يوې خبري ناستې پر مهال کړې او زياته کړې يې ده، چې دا ښوونځي او مدرسې د روان لمريز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې رغول شوې دي.
د سعيدي په وينا، د ۲۵ ښوونځيو د جوړولو لګښت د معارف همکارو مؤسسو له لورې ورکړل شوي، ۱۷ ښوونځي او مدرسې د غزني د معارف رياست له لوري بيارغول شوې او د ۱۵ نورو ښوونځيو او مدرسو د جوړېدو لګښت د سيمې خلکو ورکړي دي.
د نوموړي په وينا، له دغو پروژو سره زرګونو زده کوونکو ته په غزني کې د معياري زده کړو زمينه برابره شوې ده.
Total Views:
0
