په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي ویلي، هېواد یې غواړي له افغانستان څخه ایران ته د صادراتو کچه زیاته کړي.
هغه دا څرګندونې د زنجان د سوداګرۍ، صنعت، کانونو او کرنې خونې له رییس سره په لیدنه کې کړې او ټینګار یې کړی چې ایران د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د خصوصي سکتور ملاتړ ته چمتو دی.
بیکدلي همداراز له خصوصي سکتور وغوښتل چې په ۱۴۰۵ کال کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او د سوداګریزو همکاریو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.

Total Views:
0