د دایکندي ولایت امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې د ذغالو بخارۍ د دود له امله څلور تنه مړه شوي دي.د دایکندي د امنیې قومندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاده پېښه تېره شپه د نیلي ښار د دویمې ناحیې په پنځم ګذر کې رامنځته شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، دا مرګونې پېښه د بخارۍ د نل د بندېدو له امله شوې، چې له کبله یې په خونه کې دود جمع شوی او د کسانو د ساه بندېدو سبب ګرځېدلی دی.امنیتي مسوولینو زیاته کړې، چې مړه شوي کسان د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونکي وو، چې د کانکور ازموینې لپاره د چمتووالي په موخه نیلي ښار ته تللي وو او هلته یې د اوسېدو لپاره یوه خونه کرایه کړې وه.هر کال د ژمي په موسم کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ذغالو او ګازو د بخاریو د ناسم استعمال له امله ورته پېښې رامنځته کېږي. روغتیايي او امنیتي ادارې تل خلکو ته سپارښتنه کوي، چې د بخاریو نلونه خلاص وساتي او د تړلو خونو دننه له ذغالو څخه په احتیاط کار واخلي، څو د مرګونو پېښو مخه ونیول شي.

د دایکندي په نیلي ښار کې د ذغالو د بخارۍ دود څلور ځوانان وژلې
Total Views:
0