د بدیلو سوداګرېزو لارو موندلو لپاره نور الدین عزیزي ایران ته سفر کړی

خبرونه سوداگري

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې نورالدین عزیزي د ایران د سیستان او بلوچستان له والي منصور بیجار سره د میلک پوله کې لیدلي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د نیمروز او د ایران د سیستان–بلوچستان تر منځ د ګمرکي او بین‌ الولایتي همکارۍ د پیاوړتیا، د سوداګریزو وسایطو د ترخیص د چټکتیا، د تمځای د وخت د کمولو، د ګډو پانګونو د راجلبولو، د بندري او پوله‌ييزو تاسیساتو د پراختیا، د نوو ترانزیټي لارو د ایجاد او د سوداګریزو موټرو ورځنی تګ راتګ له ۱۰۰۰ څخه د زیاتولو په اړه بحث او خبرې شوې دي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: