په بلوچستان کې د پولیسو په مرکز برید شوی ګڼ شمېر پولیس د وسلوالو له لورې تښتول شوي

خبرونه سيمه

د بلوچستان په کچهې سیمه کې د حاجي ښار پولیسو په مرکز د نامعلومو وسله‌ والو لخوا برید شوی دی.

د راپورونو له مخې، تېره شپه نامعلومو وسله‌ والو د حاجي ښار پولسیو په مرکز برید کړی دی. د سیمه‌ ييزو سرچینو په وینا، بریدګرو ګڼ شمېر پولیس له ځان سره بیولي دي.

ویل کېږي چې بریدګرو د مرکز موټرې او یو شمېر وسایل هم سوځولي دي.

تر دا مهاله د تښتولو شویو پولسیو دقیق شمېر او د بریدګرو هویت ندي څرګند شوي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: