محمود خان اڅکزی: افغانستان نیول اسانه خو ساتل یې سخت دي

خبرونه کورني خبرونه

د پاکستان مخکښ پښتون سیاستوال او د اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزي ویلي، افغانستان د برېټانیوي هند، پخواني شوروي او امریکا لپاره له ستونزو ډک هېواد ثابت شوی او دغو عبر قدرتونو پکې سخت زیانونه لیدلي دي.

 

نوموړي ویلي، که څه هم د افغانستان نیول د ګاونډیو لپاره اسانه ښکاري، خو ساتل یې ډېر ستونزمن کار دی.

 

هغه خبرداری ورکړی، چې دا ډول سیاستونه د پاکستان لپاره خطرناک دي او باید اجازه ورنکړل شي چې پاکستان هم د جګړو او بحرانونو پر هدیرې بدل شي.

 

اڅکزي همداراز وړاندیز کړی، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په مشرۍ دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ګاونډیو هېوادونو سره ګډې مخامخ خبرې ترسره شي، څو شته ستونزې د خبرو اترو له لارې حل شي.

 

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: