د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالحق همکار په ترکمنستان کې د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر اننه ګیلدي سپروف سره د لیدنې پرمهال د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد پروژې او د انرژۍ د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د برېښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې، عبدالحق همکار ویلي چې د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد مزي پروژه په چټکۍ روانه ده او تمه کېږي چې د شاوخوا یوه کال په موده کې بشپړه شي.
د نوموړي په وینا، دا پروژه به له ترکمنستان څخه تر کابل پورې د نږدې زر مېګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابره کړي او د هېواد د برېښنا کمښت به تر یوه بریده راکم کړي.
بلخوا د ترکمنستان د انرژۍ وزیر ډاډ ورکړی، چې افغانستان ته به د برېښنا صادرات په عادي ډول دوام ولري او د برېښنا جریان به نه پرېکېږي.
هغه همداراز ویلي، چې د انرژۍ د نویو پروژو او همکاریو د پراختیا لپاره به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي.
د انرژۍ شنونکي وایي، افغانستان لا هم د خپلې اړتیا ډېره برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي او د دې پروژې بشپړېدل به د اقتصادي او صنعتي فعالیتونو لپاره مهم فرصتونه رامنځته کړي.
