ایران: موږ له امريکا څه نه غواړو يوازي خپل اساسي حقونه ترې اخلو

خبرونه سيمه نړۍ نړېوال خبرونه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې تهران له امریکا سره د پاکستان له لارې مذاکرات پر مخ وړي او په دې بهیر کې خپلې دریځونه او غوښتنې تعقیبوي.

 

بقایي زیاته کړې، چې ایران له امریکا کومه ځانګړې غوښتنه نه لري، بلکې یوازې د خپلو اساسي حقونو د تأمین غوښتونکی دی.

 

د هغه په وینا، د ایران دریځ روښانه دی او د هر ډول خبرو موخه د هېواد د مشروع حقونو خوندي کول دي.

 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تېره ورځ تهران ته سفر کړی و او هلته یې د ایران له ولسمشر سره د دواړو هېوادونو د اړیکو او سیمه‌ ییزو موضوعاتو ترڅنګ د ایران او امریکا د مذاکراتو په تړاو هم خبرې کړې دي.

 

د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو او خبرو اترو موضوع په وروستیو میاشتو کې د سیمې او نړۍ د پام وړ مسئله ګرځېدلې او دواړه لوري په بېلابېلو لارو د خبرو د دوام هڅه کوي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: