مجاهد: امريکا پيسې د بشري مرستو نړيوالو بنسټونه ته ليږي، اسلامي امارت ته نه

خبرونه راپورونه کورني خبرونه

د افغانستان اسلامي اmارت ویاند، ذبيh الله مjاهد وايي، امریکا اسلامي اmارت ته نه، بلکې د بشري مرستو په نوم نړۍ والو بنسټونو ته پيسې استوي.مjاهد له پیام افغان ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې اسلامي اmارت ته هېڅ هېواد په مستقیم ډول مالي مرستې نه دي استولي. نوموړي زیاته کړې، اسلامي اmارت له امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او ټینګار یې کړی، لکه څرنګه چې چین، روسیه او د سیمې نور هېوادونه په افغانستان کې پانګونه کوي، اروپا او امریکا هم باید پانګونه وکړي.هغه ویلي، د امریکا د حکومت پالیسۍ ثبات نه لري او ژر بدلون مومي، خو په خبره یې، امریکا دې پایلې ته رسېدلې چې په افغانستان او سیمه کې نه حضور یې تاواني دی او ښايي د ډیپلوماټیک حضور پر بیا پیل غور وکړي، چې اسلامي اmارت یې هم هرکلی کوي.

له نورو سره یې شریک کړئ: