د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د پاکستان پر فدرالي او ایالتي حکومتونو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې په جعلي رايو راغلی حکومت نه مني که څوک هرڅه کوي ودي کړي.نوموړي زياته کړې، هېواد کې امنيتي وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي، ادارې ناتوانه شوې او حکومت د خلکو د امن، روزګار او هوساینې په برابرولو کې پاتې راغلی دی.دده په خبره، لکه څنګه چې جعلي بانک نوټونه نه چلېږي، همداسې جعلي حکومت هم نه شي چلېدای.هغه وویل، په هېواد کې وسله والې ډلې په ازاد ډول ګرځي، لارې، کلي او پراخې سیمې یې تر خپل نفوذ لاندې راوستې دي او د خلکو وینه هره ورځ تویېږي.د جمعیت علما اسلام مشر زیاته کړه، نه د فساد مخه نیول شوې، نه امن تامین شوی او نه هم خلکو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د هغه په وینا، د ولس د رایې، ازادۍ او سیاسي حقونو لپاره به خپله مبارزه جاري ساتي.

مولانا فضل الرحمن: د جعلي رایو حکومت نه منم، هر څه چي کوئ ويې کړئ
Total Views:
1