په افغانستان کې د ۲۰۰ پاکستاني محصلینو د بند پاتې کېدو ستونزه لا نه ده حل شوې

خبرونه راپورونه کورني خبرونه

په افغانستان کې نږدې ۲۰۰ پاکستاني محصلین، د تورخم د لارې د تړل کېدو له امله له څو میاشتو راهیسې بند پاتې دي او له دواړو هېوادونو ـ افغانستان او پاکستان ـ څخه غواړي، چې د دوی د تګ راتګ ستونزه ژر تر ژره حل کړي.د محصلینو استازي وايي، افغان چارواکو ورته څرګنده کړې، چې د پاکستان سفارت په کابل کې یا د جلال‌ اباد قونسلګري باید په رسمي ډول ورسره اړیکه ونیسي او د محصلینو نوملړ د رسمي مهر او تصدیق له لارې تایید کړي، څو د تګ قانوني بهیر پیل شي.خو د محصلینو په وینا، پاکستاني چارواکو تر اوسه دې غوښتنې ته عملي ځواب نه دی ورکړی او رسمي تایید شوی نوملړ یې نه دی استولی، چې له امله یې لسګونه محصلین لا هم په افغانستان کې بند پاتې دي.بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې د پاکستان سفارت په کابل کې له خپلو وګړو سره په تماس کې دی. نوموړي زیاته کړې، چې حکومت به دا موضوع جدي وڅېړي او هڅه به وکړي، د شاوخوا ۲۰۰ بند پاتې محصلینو د تګ اسانتیا برابره کړي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: