شهباز شریف: د کابل او نوي دیلي تودو اړیکو له امله پاکستان ناامنه شوی

خبرونه سيمه

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د اساسي قانون د اووه ‌ویشتم تعدیل له تصویب وروسته د دې هېواد په پارلمان کې په خپله وینا کې ویلي چې د افغانستان او هند اړیکې په پاکستان کې د بریدونو د زیاتوالي اصلي لامل دی.

هغه تور لګولی چې کابل او نوي ډیلي په اسلام اباد او مستعمیره جنوبي وزیرستان کې په وروستیو بریدونو کې لاس درلود.

بلخوا د اسلامي eمارت چارواکو د پاکستان دا ډول تورونه بار، بار رد کړي دي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: