په کندز ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ګڼ شمېر کسان په خپلو کورونو کې بند پاتې شوي وو، خو امنیتي ځواکونو د ژغورنې عملیاتو په ترسره کولو سره هغوی په خوندي ډول ایستلي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د کندز ښار په څلورمه او اتمه ناحیو کې د سختو سېلابونو له امله د خلکو کورونه تر اوبو لاندې شوي او یو شمېر اوسېدونکي په خپلو کورونو کې بند پاتې وو.
نوموړي زیاته کړې چې د کندز امنیه قوماندانۍ او استخباراتي مسوولینو په مستقیم ډول د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخیستې او ټول بند پاتې کسان یې روغ او جوړ له سیمو ایستلي دي.
د مجاهد په وینا، امنیتي ځواکونو د بېړنیو حالاتو پر مهال ژر غبرګون ښودلی او د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره یې د امکاناتو په کارولو سره هڅې کړي دي.
ځايي سرچینې وايي چې سېلابونو د ښار په ځینو برخو کې مالي زیانونه هم اړولي، خو د انساني تلفاتو مخه نیول شوې ده.
د سیمې اوسېدونکي د ژغورنې له عملیاتو هرکلی کړی او د امنیتي ځواکونو د چټک اقدام ستاینه یې کړې ده.
