نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جېنوا د اټومي خبرو له بهیر څخه د درېیو باخبره ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې تهران له امریکا سره د مذاکراتو پر مهال د واشنګټن د رضایت ترلاسه کولو لپاره یو لړ اقتصادي وړاندیزونه مطرح کړي دي.د سرچینو په وینا، په دغو وړاندیزونو کې له امریکایي شرکتونو سره، په ځانګړي ډول د تېلو او انرژۍ په برخه کې، د پانګونې او سوداګریزو همکاریو د زمینې برابرول شامل دي. یادو چارواکو زیاته کړې، چې د ایران حکومت چمتو دی د درېیو تر پنځو کلونو پورې د یورانیمو بډایه کول وځنډوي.د یادې طرحې له مخې، له ټاکلې مودې وروسته به ایران وکولای شي د سیمې د یوې ګډې ټلوالې په چوکاټ کې او یوازې د ملکي موخو لپاره خپلو اړوندو اټومي فعالیتونو ته دوام ورکړي. همداراز تهران وړاندیز کړی، چې د یورانیمو اړوند خپلې زېرمې به د هېواد دننه او د نړیوالو پلټونکو تر څار لاندې کمې کړي.د راپور پر بنسټ، د دغو امتیازونو په بدل کې د ایران اساسي غوښتنه د امریکا د مالي او بانکي بندیزونو لرې کول او د تېلو پر پلور د لګېدلو محدودیتونو پای ته رسول دي.بل لور ته، د وال سټریت ژورنال په لیکنه کې راغلي، چې ایران هڅه کوي ډونالډ ټرمپ دې ته وهڅوي، څو د باراک اوباما د دورې ته ورته سیاست غوره کړي؛ هغه سیاست چې د یادې ورځپاڼې په باور، له اټومي خبرو د پرمختګ ترڅنګ د ایران ځینې کورني بدلونونه هم له پامه غورځوي.د ورځپاڼې د راپور له مخې، په جېنوا کې وروستۍ خبرې اترې د همدې هڅو نښې بلل کېږي، خو په ورته وخت کې په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور زیاتوالی د واشنګټن د راتلونکې تګلارې په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې دي.

نیویارک ټایمز: د واشنګټن د رضایت لپاره تهران د جینوا په غونډه اقتصادي وړاندیزونه کړي
Total Views:
0