د روسیې استازی: لویدیځ هېوادونه دې له اسلامي امارت سره مثبت تعامل وکړي

خبرونه

د ملګرو ملتونو لپاره د روسیې استازي له لوېدیځو هېوادونو غوښتنه کړې چې د سیمې د نورو هېوادونو په څېر دې له اسلامي امارت سره د مثبت او رغنده تعامل لاره خپله کړي.

د هغه په وینا، د اسلامي امارت په اړه د وېرې خپرولو هلې ځلې بې ‌ګټې دي او باید د باور جوړونې او همکارۍ پر لارو فکر وشي.

نوموړي د افغانستان د وضعیت په اړه د امنیت شورا غونډې ته وویل چې روسیه د افغانستان حالاتو ته نږدې پام کوي او غواړي د افغانانو د بشري حقونو وضعیت ښه شي.

د روسي استازي په خبره، د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستی کړکېچ د اندېښنې وړ دی، خو هیله شته چې د دواړو هېوادونو اړیکې بېرته عادي شي.

هغه وویل چې د ټي ټي پي پر سر راپورته شوې شخړه باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: