په روسیې کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر، ګل حسن حسن، د روسیه–اسلامي نړۍ، سټراټیژیک لید په کلني کنفرانس کې ګډون کړی دی؛ هغه غونډه چې د روسیې او اسلامي هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او کلتوري همکاریو لپاره مهمه ډیپلوماټیکه دروازه بلل کېږي.د سفارت د خبر له مخې، سفیر ګل حسن حسن د یاد کنفرانس په څنډه کې د تاتارستان له مشر رستم مینیخانوف سره هم لیدلي دي. په دې کتنه کې د افغانستان او تاتارستان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، د اقتصادي او سیاسي همکاریو پر پیاوړتیا او همداراز د کازان فورم په راتلونکو غونډو کې د افغان استازو پر دوامداره ګډون خبرې شوې دي. کازان فورم د روسیې او اسلامي نړۍ ترمنځ د همکاریو له مهمو کلنیو ناستو څخه شمېرل کېږي.دواړو لورو ټینګار کړی چې د کازان فورم په څېر نړیوالو غونډو کې د افغانستان حضور کولای شي د سوداګرۍ، پانګونې او سیمه ییزو اړیکو د پراختیا لپاره نوې لارې پرانیزي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې روسیه له اسلامي هېوادونو سره د اړیکو د ژورتیا هڅې زیاتوي.

د روسيې لپاره د افغانستان سفير د اسلامي نړۍ په نړيوال کلني کنفرانس کې ګډون وکړ
Total Views:
1