پر ننګرهار د پاکستاني ريژيم د وروستي بريدونو له کبله پنځه تنه لاهم نادرکه دي

خبرونه راپورونه کورني خبرونه

په ننګرهار ولایت کې د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ سیمه کې د پاکستان پوځي رژیم د وړمې شپې هوایي بریدونو په نتیجه کې پنځه کسان لا هم نادرکه پاتې دي. همدارنګه، دوه ماشومان په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ټپیان شوي او یو ماشوم په مومندره کې د پاکستاني ځواکونو له لوري په دهشکه وویشتل شوی دی.د ا.ا.ا. د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې په وینا، د بریدونو قربانیان ټول ملکي وګړي دي چې په کې ښځې او ماشومان شامل دي. د پېښې له ځایه د پنځو کسانو جسدونه لا هم نادرکه دي او د هغه ځای خاوره چې جسدونه پکې نادرکه وو، بل ځای ته انتقال شوې ده.تېره ورځ د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ سیمه کې د ۱۳ شهیدانو د تدفین مراسم ترسره شول. د امنیتي چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې اته نور ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي پنځه کسان د بهسودو ولسوالۍ، دوه تنه د خوګیاڼو ولسوالۍ او یو ماشوم د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ټپیان شوي دي.سرچینې زیاتوي، یاد ماشوم د څارويو په څرولو بوخت و چې په ناڅاپي ډول د پاکستان د پوځي رژیم له لوري په دهشکه وویشتل شو او ټپي شو.د امنیتي ځواکونو خبرپاڼه ټینګار کوي چې د دغو بریدونو ټول قربانیان ملکي وګړي دي او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره باید نړیواله ټولنه پام وکړي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: