د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون چارواکی وایي، چې ډېر ژر به د دغه روغتون په چوکاټ کې د زړه ناروغیو د درملنې او تخصصي زده کړو لپاره د زړه د علومو ملي انسټېټیوټ پرانېستل شي.د ياد روغتون رييس محمد طاهر احرار زیاته کړې، چې دا انسټېټیوټ د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی او دا مهال یې چارې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي.د نوموړي په وینا، په دغه مرکز کې به د زړه د داخله ناروغیو درملنه، د زړه جراحي عملیات، انویسیف کارډیالوجي، د پیس مېکر نصب، انجیواپلاستي او انجیواګرافي اړوند تشخیص، درملنه او تخصصي زده کړې ترسره کېږي.هغه وایي، چې په انسټېټیوټ کې به د کورنیو او بهرنیو متخصصینو تر څنګ عصري طبي تجهیزات کارول کېږي، څو ناروغانو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.محمد طاهر احرار پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د دغه انسټېټیوټ ودانۍ، تجهیزات او تشکیلات په تېرو دوو کلونو کې بشپړ شوي او ټاکل شوې، چې د زړه اړوند ټول خدمات به په یوه درې پوړیزه ودانۍ کې متمرکز شي.

په کابل کې د زړه د علومو ملي انسټېټیوټ پرانېستل کېږي
Total Views:
0