الجزیره: په غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې ۲۴۲۶۵۰ فلسطینیان ټپیان شوي او وژل شوي دي

خبرونه راپورونه نړۍ نړېوال خبرونه

د الجزیرې ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه پورې په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۷۱,۳۸۶ فلسطینیان وژل شوي دي. راپور زیاتوي، چې د اسراییل په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۷۱,۲۶۴ نور فلسطینیان ټپیان شوي هم دي.د راپور له مخې، د دغو مرګ ژوبلو ډېری قربانيان ښځې او ماشومان دي، چې د سیمې بشري وضعیت ته جدي اندېښنې پارولي دي. بشري حقونو نړیوالې ادارې د دې جګړې له امله د ملکي وګړو د خونديتوب غوښتنه کړې او د بې‌ ګناه خلکو د ژوند د ساتنې لپاره یې پر اسراییل او فلسطین دواړو غږ کړی دی.په راپور کې همدارنګه ویل شوي، چې د غزې د اوسېدونکو د زیانونو کچه ورځ تر بلې لوړیږي او په ځانګړي ډول روغتیایي او بشري خدمات په سختو شرایطو کې فعالیت کوي. د ځمکنیو او هوایي بریدونو دوام د سیمې د بې‌ ثباتۍ سبب ګرځېدلی او د شاوخوا هېوادونو امنیتي وضعیت هم اغېزمن کړی دی.په غزه کې روانه جګړه د فلسطین پر ملکي وګړو د بشري بحران لوی لامل دی. نړیوالې ټولنې څو ځله د تاوتریخوالي د کمولو او د ملکي خلکو د خونديتوب غوښتنه کړې، خو د جګړې دوام د پراخو بشري او اقتصادي زیانونو سبب شوی دی. تحلیلګر وايي، د جګړې دوام نه یوازې په منځني ختیځ کې بلکې په نړیوالو اړیکو او د سیمې د سیاسي ثبات لپاره هم جدي ننګونې رامنځته کوي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: