پاکستان د ټرمپ حکومت ته د نېږدې کېدو لپاره ګران بیه تړونونه لاسلیک کړي

خبرونه

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه تازه راپور له مخې، اسلام‌ اباد د خپل سیمه‌ ییز سیال هند په وړاندې د اغېز زیاتولو لپاره په واشنګټن کې له لابيګرو شرکتونو سره د میلیونونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي دي.

له دې کار څخه د پاکستان موخه د پاکستان نړیوال حیثیت لوړول، د تعرفو کمول او ولسمشر ټرمپ ته نېږدې والی بلل شوی دی.

راپور زیاتوي چې دا تګلاره د پاکستان او د ټرمپ د ادارې ترمنځ د اړیکو په فضا کې د پام وړ بدلون نښه کوي، ځکه چې پخوا دغه اړیکې تر ډېره ترینګلې وې.

سرچینې وايي، پاکستان د ۲۰۲۵م کال د اپرېل او مې په میاشتو کې د لابیګرۍ په برخه کې د هند په پرتله درې چنده زیاتې مالي سرچینې مصرف کړې دي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: