اميرخان متقي او عباس عراقچي د امریکا-ايران تر منځ د ستونزو پر ډيپلوماټيک حل ټينګار کړی

خبرونه کورني خبرونه

د بهرنيو چارو وزارت وايي، اميرخان متقي د ايران د بهرنيو چارو له وزير عباس عراقچي سره په ټليفوني اړيکه کې د ايران او امريکا د خبرو اترو د روان بهير په اړه خبرې کړې دي او د ستونزو د حل لپاره يې خبرې اترې رغنده ګام بللی دی.

 

د وزارت په وينا، په دغه تماس کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌ اړخيزو همکاريو روان بهير مثبت ارزول شوی او د سوداګريزو راکړو ورکړو د زياتوالي او نورو برخو کې د همکاريو د پراختيا پر موضوع هم خبرې شوې دي.

 

متقي د ايران او امريکا ترمنځ ډيپلوماټيکې هڅې د ستونزو د حل لپاره مهمې بللې او ټينګار يې کړی چې شته اختلافات بايد د خبرو اترو له لارې حل شي.

 

له بلې خوا د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختګونه ستايلي او د لا پراختيا په اړه يې خپل نظرونه شريک کړي دي.

 

په دغه ټليفوني تماس کې عراقچي د ايران او امريکا ترمنځ د روانو مذاکراتو د وروستي وضعيت په اړه هم معلومات ورکړي دي.

 

 

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: