الجزیره: په غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې ۲۴۲۶۵۰ فلسطینیان ټپیان شوي او وژل شوي دي

د الجزیرې ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه پورې په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۷۱,۳۸۶ فلسطینیان وژل شوي دي. راپور زیاتوي، چې د اسراییل په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۷۱,۲۶۴ نور فلسطینیان ټپیان شوي هم دي.د راپور له مخې، د دغو مرګ ژوبلو ډېری قربانيان ښځې […]

بشپړه لیکنه

یوه اوونۍ کې بهر ته تر ۱۷۰زره میتریک ټنه ډېر انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۷۰ زره او ۶۲۶ متریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، دا انتقالات د حیرتانو، آقینې، تورغنډۍ او خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ترسره شوي دي.

بشپړه لیکنه

هرات کې د تازه مېوو صادرات له ۱۶ میلیونو ډالرو واوښتل

د هرات ولایت چارواکي وایي، په تېرو ۹ میاشتو کې له دې ولایته ۲۲ زره او ۲۴ ټنه تازه مېوې بهر ته صادرې شوې دي. د دغو صادراتو ارزښت له ۱۶ میلیونو ډالرو ډېر ښودل شوی دی. د هرات ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه مېوې بېلابېلو هېوادونو ته لېږل شوې دي. د […]

بشپړه لیکنه
اصف درانی

اصف درانی: افغانستان زموږ ورور هېواد دی

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي، آصف دراني د نوي زېږدیز کال په درشل کې ویلي، افغانستان د پاکستان ورور هېواد دی او دواړه لوري باید د شته ستونزو د حل لپاره د خبرو او همکارۍ لاره خپله کړي. نوموړي ټینګار کړی، چې د سیمې ثبات د کابل او اسلام‌ اباد له اړیکو […]

بشپړه لیکنه

له پاکستانه ۳۴۵ افغان بندیان خوشې او بیرته هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په روانه اونۍ کې ۳۴۵ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، له خوشې کېدو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د یوې تر دوو میاشتو پورې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بندیان وو […]

بشپړه لیکنه

په بغلان کې د ډبرو سکرو ورځنی تولید ۲۰۰ ټنو ته رسېدلی

د شمال د ډبرو سکرو دولتي شرکت مسوولین وايي، چې د بغلان ولایت د پلخمري ښار د کرکر له کان څخه اوس مهال په اوسط ډول هره ورځ ۲۰۰ ټنه ډبرو سکاره استخراج او بازار ته وړاندې کېږي.د یاد شرکت مسوولینو په وینا، په څلورو لویو کانونو کې نږدې ۴۰۰ کسان په مستقیم ډول کار […]

بشپړه لیکنه

د اماراتو ولسمشر له کومې ځانګړې ژمنې پرته له پاکستانه ستون شوی

د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید النهيان پرون پاکستان ته سفر وکړ او له لوړپوړو چارواکو سره یې د سیمې په حالاتو خبرې وکړې. د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، چې د متحده اماراتو ولسمشر ته د هرکلي په مراسمو کې جنګي الوتکو هم د سلامۍ پروازونه وکړل خو هغه له […]

بشپړه لیکنه

د غوري سمنټ فابریکو ورځنی تولید له ۱۵۰ ټنو څخه ۷۰۰ ټنو ته لوړ شوی

د ملي پراختیا شرکت وايي، په بغلان کې د غوري سمنټ فابریکو پخوا په ورځ کې شاوخوا ۱۵۰ ټنه سمنټ تولیداوه، خو اوس یې ورځنی تولید ۷۰۰ ټنو ته لوړ شوی دی. د دغه شرکت ویاند نبي ارغندیوال ویلي، مخکې د بېلابېلو ستونزو له امله د غوري سمنټ فابریکو تولید کم یا درېدلی و، خو […]

بشپړه لیکنه

کابل کې د اندونیزیا شارژدافیر: یو شمېر هېوادونه د افغانستان پر ضد منفي تبلیغات کوي

په کابل کې د اندونیزیا شارژدافیر نندا ایوالیست د غزني له والي عبدالصمد جاوېد سره وکتل. نوموړي وویل چې ځینې هېوادونه د افغانستان پر ضد منفي تبلیغات کوي، خو د کوم هېواد نوم یې وانخیست. هغه زیاته کړه چې هڅه کوي د نړۍ هېوادونو ته د افغانستان رښتینی وضعیت وښيي او د هغوی نظر مثبت […]

بشپړه لیکنه

عمران خان: د فرعونیانو پر ضد د حقیقي ازادۍ لپاره راووځئ

د اسلام‌ اباد یوې محکمې د دولتي ډالیو د فساد په قضیه کې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن هر یو په ۱۷، ۱۷ کاله بند محکوم کړل. تر پرېکړې وروسته، عمران خان خپلو پلویانو ته د پراخو لاریونونو غږ کړی دی. د هغه له رسمي ټولنیزو ادرسونو په خپاره […]

بشپړه لیکنه