د اسلام اباد یوې محکمې د دولتي ډالیو د فساد په قضیه کې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن هر یو په ۱۷، ۱۷ کاله بند محکوم کړل.
تر پرېکړې وروسته، عمران خان خپلو پلویانو ته د پراخو لاریونونو غږ کړی دی.
د هغه له رسمي ټولنیزو ادرسونو په خپاره شوي پیغام کې ویل شوي چې خلک دې د «حقیقي ازادۍ» لپاره راووځي او د «فرعونيانو» پر وړاندې ودریږي.
دا مهال د عمران خان ګوند «پي ټي ای» د لویو احتجاجونو تیاری نیسي او د لاریونونو وخت او ځای به وروسته اعلان شي.
د یادونې ده چې د خان پلویانو تر دې وړاندې هم د لاریونونو پر مهال پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي وو، چې د مې ۹مه د پاکستان په تاریخ کې د همدې پېښو له امله یادیږي.
Total Views:
0
