کابل کې د اندونیزیا شارژدافیر: یو شمېر هېوادونه د افغانستان پر ضد منفي تبلیغات کوي

خبرونه

په کابل کې د اندونیزیا شارژدافیر نندا ایوالیست د غزني له والي عبدالصمد جاوېد سره وکتل.

نوموړي وویل چې ځینې هېوادونه د افغانستان پر ضد منفي تبلیغات کوي، خو د کوم هېواد نوم یې وانخیست.

هغه زیاته کړه چې هڅه کوي د نړۍ هېوادونو ته د افغانستان رښتینی وضعیت وښيي او د هغوی نظر مثبت کړي.

نندا ایوالیست د افغانستان او اندونیزیا کلتورونه نېږدې وبلل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.

د غزني والي عبدالصمد جاوېد د اندونیزیا او افغانستان اړیکې تاریخي وبللې او د اندونیزیا له دوستانه دریځ څخه یې مننه وکړه.

د اندونیزیا شارژدافیر د غزني له موزیم او تاریخي سیمو هم لیدنه وکړه او ویې ویل چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره کلتوري، اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخې کړي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: