د ملي پراختیا شرکت وايي، په بغلان کې د غوري سمنټ فابریکو پخوا په ورځ کې شاوخوا ۱۵۰ ټنه سمنټ تولیداوه، خو اوس یې ورځنی تولید ۷۰۰ ټنو ته لوړ شوی دی.
د دغه شرکت ویاند نبي ارغندیوال ویلي، مخکې د بېلابېلو ستونزو له امله د غوري سمنټ فابریکو تولید کم یا درېدلی و، خو له هغه وروسته چې چارې یې ملي پراختیا شرکت ته وسپارل شوې، د تولید کچه لوړه شوې ده.
د نوموړي په وینا، د دغو فابریکو د درېیمې نوې فابریکې له فعالېدو سره به د سمنټ ورځنی تولید ۵۰۰۰ ټنو ته ورسېږي.
د درېیمې فابریکې د جوړولو چارې د روان کال د وږي په ۹مه د ۸۶.۷ میلیونه ډالرو په لګښت پیل شوې او ټاکل شوې ده چې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي. د دې فابریکې لګښت د طالبانو له بودیجې ورکول کېږي.
مسوولین وايي، د درېیمې فابریکې په جوړېدو سره به کورنی تولید زیات، د سمنټ واردات کم او بیې به ثابتې پاتې شي، چې دا به د هېواد له اقتصاد سره هم مرسته وکړي.
اوس هم د هېواد په ډېری ودانیزو چارو کې وارداتي سمنټ کارول کېږي، ځکه کورنی تولید د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.
