فراه کې له امنیتي ځواکونو سره نښته کې یو غل وژل شوی او بل نیول شوی

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د فراه ولایت د شیب‌کوه ولسوالۍ په حوزک سیمه کې یو کور ته د غلو د ننوتلو هڅه د امنیتي ځواکونو له لوري شنډه شوه. د نښتې پر مهال یو غل وژل شوی، یو ټپي شوی، یو نیول شوی او بل کس تښتېدلی، چې د نیولو هڅې یې روانې […]

بشپړه لیکنه

پکتیکا کې د کرنیزو محصولاتو د زېرمه کولو لپاره د لویې سړې خونې جوړولو چارې روانې دي

په پکتیکا ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې په موخه د یوې لویې سړې خونې د جوړېدو پروژه روانه ده، چې د بشپړېدو وروسته به د سلګونو ټنو تازه مېوو او نورو حاصلاتو د زېرمه کولو وړتیا ولري.   د ریاست‌ الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، دغه پروژه د شپږ جریبه ځمکې پر ساحه د […]

بشپړه لیکنه

د لارو تړل کېدل؛ پاکستاني سوداګرو ته یو ملیارد ډالر زیان اوښتی

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې د نهو میاشتو تړل کېدو له امله پاکستاني سوداګرو ته تر یو میلیارده ډالر اضافي مالي زیان اوښتی دی. د پېښور سوداګر وایي، د لارې بندېدو له امله زرګونه کسان بې‌ کاره شوي او د دواړو خواوو سوداګري له سختو ستونزو سره مخ شوې ده. د معلوماتو […]

بشپړه لیکنه

بلوڅ ازادۍ پوځ په ګوادر کې پر پاکستاني پوځیانو د ځانتیري بریدګر انځور خپور کړی

بلوڅ ازادۍ پوځ په ګوادر کې د پاکستان په ساحلي پوځیانو د ځانتیري ب.ریدګر انځور خپور کړی دی. بلوڅ رسنیو د راپور له مخې ویلي، د عطاجان په نوم یوه بلوڅ ځوان په ګوادر کې پر پاکستاني ځواکونو ځانتیری بری.د کړی چې په پایله کې ګڼ شمېر پاکستاني سرتېرو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې. د یادونې […]

بشپړه لیکنه