اصف درانی

اصف درانی: افغانستان زموږ ورور هېواد دی

خبرونه

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي، آصف دراني د نوي زېږدیز کال په درشل کې ویلي، افغانستان د پاکستان ورور هېواد دی او دواړه لوري باید د شته ستونزو د حل لپاره د خبرو او همکارۍ لاره خپله کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د سیمې ثبات د کابل او اسلام‌ اباد له اړیکو سره نېغ تړاو لري او اړینه ده چې اختلافات د تقابل پر ځای د تفاهم او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

په ورته وخت کې، د ا.ا د کورنیو چارو د وزیر سراج‌ الدین حqاني تر څرګندونو وروسته، د دغې ډلې ویاند ذبیh الله مjاهد هم د پاکستان پر وړاندې د نرمښت او د اړیکو د بیا رغونې خبره کړې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې له تېرو څو میاشتو راهیسې د فرضي کرښې په اوږدو کې د نښتو او همداراز د کابل په ګډون د یو شمېر ولایتونو د نښه کېدو له امله ترینګلې شوې دي.

سیاسي شنونکي باور لري، چې د دواړو لورو وروستي نرم دریځونه ښايي د اوږدې ترینګلتیا وروسته د اړیکو د ښه کېدو او د سیاسي تفاهم د لارو د لټولو هڅه وي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: