د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په روانه اونۍ کې ۳۴۵ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، له خوشې کېدو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د یوې تر دوو میاشتو پورې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بندیان وو او تر خوشې کېدو وروسته د سپینبولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
په خبرپاڼه کې د دوی د جرمونو په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو ویل کېږي چې ډېری افغانان په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیول کېږي.
وروستیو کې، له کابل سره د اسلام اباد د اړیکو ترېنګلتیا وروسته، پاکستان د افغان کډوالو پر ضد عملیات زیات کړي او ان د نیونو لپاره د خلکو د کورونو دروازې هم ماتې شوې دي
Total Views:
0
