د اسلام‌ آباد محکمې د خیبرپښتونخوا د وزیر اعلی د نیولو امر صادر کړ

د اسلام‌ آباد یوې محکمې د خیبرپښتونخوا د وزیر اعلی سهیل اپریدي د نیولو او محکمې ته د کش کولو امر صادر کړی دی.د محکمې د معلوماتو له مخې، سهیل اپریدي د پاکستان پر دولتي ادارو د ناسمو کړنو او تېروتنو تورونه لګولي، چې له امله یې د قانون له مخې د محاکمې وړ ګرځول […]

بشپړه لیکنه

افغان فوټسال ملي لوبډلې په اسیایي جام سياليو کې سعودي عربستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د فوټسال اسیایي جام په سیالیو کې خپله لومړنۍ بریا ترلاسه کړه او د سعودي عربستان ملي لوبډلې ته یې د درې پر صفر (۳–۰) په توپیر ماتې ورکړه.په دې سیالۍ کې د افغانستان لپاره رضا حسین‌ پور دوه ګولونه او امید قنبري یو ګول وواهه او […]

بشپړه لیکنه

سهيل افريدي: د پښتونخوا د ټولو قومونو ستره جرګه د یکشنبې په ورځ را بلل کېږي

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي اعلان کړی، چې د خیبر ټولو مېشتو قومونو ستره جرګه به د راتلونکې یکشنبې په ورځ د جمرود فوټبال لوبغالي کې ترسره شي.نوموړي د تیراه د امنیتي وضعیت په اړه ویلي، چې د عمران خان د حکومت له ړنګېدو وروسته وسله‌ وال یو ځل بیا سیمې ته ستانه شوي […]

بشپړه لیکنه

خلیلزاد: تورخم او بولدک نه بلکي تر اټکه د افغانستان خاوره ده

پخواني امریکايي دیپلومات او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمې تورخم او بولدک نه بلکي د اټک تر کرښې پورې سیمې، د افغانستان خاوره بلل کېږي.خلیلزاد ټینګار کړی، چې د سیمې د تاریخ، جغرافیې او نړیوالو تړونونو پر بنسټ، دا سیمې […]

بشپړه لیکنه

عاصم منیر: په غزه کې پر اسرايلي پوځ د فلسطينيانو تاوتریخوالی نور د منلو وړ ندی

د پاکستان د پوځ مشر، فيلډ مارشال عاصم منیر، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په فلسطین کې د اسراییلي پوځیانو په وړاندي د فلسطينيانو روان تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی او پر وړاندې یې چوپ پاتې کېدل سمه لاره نه ده. نوموړي د دیني علماوو یوې غونډې ته د وینا پر مهال […]

بشپړه لیکنه

د دایکندي په نیلي ښار کې د ذغالو د بخارۍ دود څلور ځوانان وژلې

د دایکندي ولایت امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې د ذغالو بخارۍ د دود له امله څلور تنه مړه شوي دي.د دایکندي د امنیې قومندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاده پېښه تېره شپه د نیلي ښار د دویمې ناحیې په پنځم ګذر کې رامنځته شوې ده. […]

بشپړه لیکنه

ټرمپ: که کاناډا له چین سره سوداګریز تړون وکړي، ۱۰۰٪ تعرفه به پرې ولګوم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که کاناډا له چین سره خپله سوداګریزه هوکړه لغوه نه کړي، امریکا به پر کاناډایي توکو ۱۰۰ سلنه تعرفه وضع کړي.ټرمپ ویلي، چې چین د کاناډا اقتصاد او ټولنیز جوړښت ته زیان رسوي، او د دې مخنیوي لپاره اړینه ده، چې کاناډا له چین سره خپل سوداګریز تړون […]

بشپړه لیکنه

د ښار جوړولو وزارت: ۵۵۰۰ راستنو شويو کډوالو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوي

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې تر اوسه يې هېواد ته له بهره تازه راستنو شويو ۵۵۰۰ کډوالو کورنيو ته د استوګنې لپاره ځمکې وېشلې دي.د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو ځمکو د وېش موخه راستنو شويو کډوالو ته د دايمي سرپنا برابرول او د هغوی د […]

بشپړه لیکنه

په افغانستان کې د ۲۰۰ پاکستاني محصلینو د بند پاتې کېدو ستونزه لا نه ده حل شوې

په افغانستان کې نږدې ۲۰۰ پاکستاني محصلین، د تورخم د لارې د تړل کېدو له امله له څو میاشتو راهیسې بند پاتې دي او له دواړو هېوادونو ـ افغانستان او پاکستان ـ څخه غواړي، چې د دوی د تګ راتګ ستونزه ژر تر ژره حل کړي.د محصلینو استازي وايي، افغان چارواکو ورته څرګنده کړې، چې […]

بشپړه لیکنه

کاناډا: د امریکا د احتمالي برید پر وړاندې به د افغان مجاهدینو له تکتیکونو کار واخلو

د ګلوب اېنډ مېل ورځپاڼې د دوو لوړپوړو کاناډايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې که امریکا پر کاناډا احتمالي برید وکړي، نو کاناډايي ځواکونه به د افغان مجاهدینو له جنګي تکتیکونو ګټه واخلي.د کاناډا پوځي چارواکو یادې ورځپاڼې ته ویلي دي چې که چېرته امریکا پر موږ برید وکړ، موږ به یې پر وړاندې […]

بشپړه لیکنه