د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که کاناډا له چین سره خپله سوداګریزه هوکړه لغوه نه کړي، امریکا به پر کاناډایي توکو ۱۰۰ سلنه تعرفه وضع کړي.ټرمپ ویلي، چې چین د کاناډا اقتصاد او ټولنیز جوړښت ته زیان رسوي، او د دې مخنیوي لپاره اړینه ده، چې کاناډا له چین سره خپل سوداګریز تړون بیا وڅېړي.د امریکا او چین ترمنځ سوداګریز شخړې څو کاله وړاندې پیل شوې، چې د تعرفو جګړې او د تولیدي زنجیرو ګډوډۍ یې رامنځته کړې. د کاناډا او چین تړون د ټرمپ د نظر له مخې د خپل هېواد اقتصادي او ملي ګټو پر ضد دی، او په دې اساس یې د سخت اقدام خبرداری ورکړی.
Total Views:
0
