د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې تر اوسه يې هېواد ته له بهره تازه راستنو شويو ۵۵۰۰ کډوالو کورنيو ته د استوګنې لپاره ځمکې وېشلې دي.د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو ځمکو د وېش موخه راستنو شويو کډوالو ته د دايمي سرپنا برابرول او د هغوی د بيا مېشتېدو اسانتياوې رامنځته کول دي.سرچينه زياتوي، چې يوازې تېره اوونۍ ۲۷۰۰ کورنيو ته د استوګنې ځمکې ورکړل شوې دي او دا بهير دا مهال په کنړ، لغمان، ننګرهار، کندز، باميان، ميدان وردک او کندهار ولايتونو کې روان دی.د خبرپاڼې له مخې، د ډلې د مشر د لارښوونې پر بنسټ، د تازه راستنو شويو کډوالو لپاره د نقدي او خوراکي مرستو وېش هم پيل شوی، چې له مخې يې هرې کورنۍ ته ۵ زره افغانۍ نغدې پيسې او پنځه بورۍ غنم ورکول کېږي.په وروستيو مياشتو کې زرګونه افغان کډوال له ګاونډيو هېوادونو هېواد ته راستانه شوي، چې د استوګنې نشتوالی، بې کاري او اقتصادي ستونزې يې له سترو ننګونو بلل کېږي. د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، هڅه کوي د ځمکو د وېش او بشري مرستو له لارې د راستنو شويو کورنيو د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د ښار جوړولو وزارت: ۵۵۰۰ راستنو شويو کډوالو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوي
Total Views:
0