د ګلوب اېنډ مېل ورځپاڼې د دوو لوړپوړو کاناډايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې که امریکا پر کاناډا احتمالي برید وکړي، نو کاناډايي ځواکونه به د افغان مجاهدینو له جنګي تکتیکونو ګټه واخلي.د کاناډا پوځي چارواکو یادې ورځپاڼې ته ویلي دي چې که چېرته امریکا پر موږ برید وکړ، موږ به یې پر وړاندې هغه تکتیکونه وکاروو چې افغانانو د شورویانو او وروسته د امریکایانو پر ضد کارولي وو.د راپور له مخې، کاناډايي چارواکو د روسیې او ناټو د اشغال پر وړاندې د افغانانو جنګي تکتیکونه خورا اغېزمن او تخریبي بللي او زیاته کړې یې ده، چې دغه تګلارې یې د امریکا د احتمالي برید پر وړاندې د دفاعي پلان برخه ګرځولې دي.دا څرګندونې وروسته له هغه مطرح کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه ګواښ کړی، کاناډا به ونیسي او د امریکا ۵۱م ایالت به ترې جوړ کړي. د ټرمپ دغه څرګندونو د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او پوځي اندېښنې زیاتې کړې دي.

کاناډا: د امریکا د احتمالي برید پر وړاندې به د افغان مجاهدینو له تکتیکونو کار واخلو
Total Views:
0