د تورغونډۍ او لاجورد له لارې بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان صادرات پيلېږي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اعلان کړی، چې ټاکل شوې ده چې سبا د تورغونډۍ بندر او لاجورد دهلېز له لارې د افغانستان صادراتي توکي څو هېوادونو ته ولېږدول شي.یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په اتو سوداګریزو محمولو کې به وچه مېوه، مربا، دېګونه او انرژي شامل وي، چې د […]

بشپړه لیکنه

اریانا افغان هوايي شرکت په سلواغه مياشت کې نږدې ۴۲ زره مسافر ليږدولي

د اریانا افغان هوایي شرکت ویلي، چې د ۱۴۰۴ کال د سلواغې میاشتې په اوږدو کې یې د کورنیو او نړۍوالو الوتنو له لارې نږدې ۴۲ زره مسافر او ۳۷۰ ټنه سوداګریز توکي انتقال کړي دي.دغه شرکت پر اېکس پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره میاشت د مساپرو وړونکو او کارګو الوتنو […]

بشپړه لیکنه

په کابل کې د زړه د علومو ملي انسټېټیوټ پرانېستل کېږي

د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون چارواکی وایي، چې ډېر ژر به د دغه روغتون په چوکاټ کې د زړه ناروغیو د درملنې او تخصصي زده‌ کړو لپاره د زړه د علومو ملي انسټېټیوټ پرانېستل شي.د ياد روغتون رييس محمد طاهر احرار زیاته کړې، چې دا انسټېټیوټ د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه افغانیو […]

بشپړه لیکنه

ایران د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د تضمیني پېرلو اعلان وکړ

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر محمود سیادت وایي، ایران چمتو دی چې د افغانستان کرنیز او مالدارۍ محصولات په تضمیني ډول وپېري او وارد یې کړي؛ هغه اقدام چې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه انډول رامنځته کړي او د افغانستان د عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي.نوموړي […]

بشپړه لیکنه

ایران د افغانستان له لارې چین ته د مستقیمې رېل پټلۍ د غځولو طرحه اعلان کړه

ایران غواړي له چین سره په مستقیم ډول د افغانستان له لارې د رېل پټلۍ نوې لاره وغځوي. د ایران د اوسپنې پټلۍ د بهرنۍ سوداګرۍ مشر شهریار نقي‌ زاده ویلي، دا ستره پروژه به د ایران سوداګریزه لاره له چین سره ونښلوي او د ترانسپورتي واټن کچه به نږدې ۵۰ سلنه راکمه کړي.نقي‌ زاده […]

بشپړه لیکنه

په کندهار کې د ۹.۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ښاروالۍ مسوولین وايي، له ډنډ چوک څخه تر باغ پل پورې د ۹ نیم کیلومتره سړک د جوړولو چارې په عملي ډول پیل شوې دي او تمه ده، چې ټول کارونه به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړ شي.د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دا سړک ۶۰ متره پراخوالی لري او د جوړولو […]

بشپړه لیکنه

د افغانستان او اندونیزیا د ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

د افغانستان د المپيک ملي کميټې عمومي رئيس احمد الله وثيق د فوتسال د افغان چارواکو سره اندونیزیا ته د رسمي سفر په ترڅ کې د اندونیزیا د فوټسال کمېټې له رئیس مکایل ویکټور سیانیپار سره لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو د فوټسال کمېټو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.د راپور […]

بشپړه لیکنه

پاکستاني چارواکي: اسلام اباد او بیجینګ پريکړه کړې چې سي پيک پروژه افغانستان ته وغځوي

د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ د ترینګلو اړیکو تر سیوري لاندې، پاکستان او چین پرېکړه کړې چې د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز سي‌ پیک پروژه افغانستان ته هم وغځوي، په داسې حال کې چې چین د دواړو هېوادونو ترمنځ د خرابو اړیکو د بېرته رغولو هڅې پیل کړې دي.د پاکستان جیونیوز د راپور […]

بشپړه لیکنه

افغان فوټسال ملي لوبډلې په اسیایي جام سياليو کې سعودي عربستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د فوټسال اسیایي جام په سیالیو کې خپله لومړنۍ بریا ترلاسه کړه او د سعودي عربستان ملي لوبډلې ته یې د درې پر صفر (۳–۰) په توپیر ماتې ورکړه.په دې سیالۍ کې د افغانستان لپاره رضا حسین‌ پور دوه ګولونه او امید قنبري یو ګول وواهه او […]

بشپړه لیکنه

خلیلزاد: تورخم او بولدک نه بلکي تر اټکه د افغانستان خاوره ده

پخواني امریکايي دیپلومات او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمې تورخم او بولدک نه بلکي د اټک تر کرښې پورې سیمې، د افغانستان خاوره بلل کېږي.خلیلزاد ټینګار کړی، چې د سیمې د تاریخ، جغرافیې او نړیوالو تړونونو پر بنسټ، دا سیمې […]

بشپړه لیکنه